5-1049355454.jpg

د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلينو ته د "Final Year Project and Research Proposal Writing" تر عنوان لاندې يو ورځنى سيمينار وړاندى شو

د خراسان پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د اووم او اتم سمسټر د سهارنۍ دورې محصلينو ته د همدې پوهنځي استاد دوکتور پامیر "شمس" لخوا د

"Final Year Project and Research Proposal writing"

تر عنوان لاندې سيمينار ورکړل شو.

د ياد سيمينار په پیل کې محصلينو ته د (Proposal) په (Writing) باندې رڼا واچول شوه.

ورپسې د (Final Year Project Proposal) په مختلفو برخو لکه (Introduction, Objectives, Current System, Causes of the Selected Project, Methodology, Project Scope, Tools and Technology, and references) موضوعاتو اړوند مفصل بحث وشو.

همدارنګه په کمپيوټر ساينس رِشته کې د يو (Proposal) د پورته يادو شويو برخو د ليکلو لارې چارې د عملي بېلګو په ورکولو سره واضح شوې.

د يادونې وړ ده، چې د سيمينار په پاى کې د دوکتور پامير شمس لخوا د ځينو محصلينو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل شول.

نشراتو مديريت