26-403090266.jpg

د عملي بانکدارۍ په اړه محصلينو ته ټریننګ

د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي لخوا د محصلینو لپاره د عملي بانکدارۍ په اړه جوړ شوي ټریننګ کې د افغان ملي بانک کارکوونکو ته د هر بست (مسلکي مسوولیت) اړوند جلا غرفې جوړې شوې وې، چې هر مسوول شخص د هغه د دندې اړوند لازم مواد محصلينو ته د عملي مشاهدې لپاره وړاندې کړل.
په دې ټریننګ کې لومړی محصلينو ته د عملي بانکدارۍ په اړه یو هر اړخيز عمومي سيمينار وړاندې شو او ورپسې محصلينو د هر بست یا مسلکي مسوولیت اړوند مسوول شخص سره د جوړ شوي ځانګړي ټریننګ پر مهال د عملي زده کړو په موخه لېدنه ترسره کړه.
د بانکدارۍ په اړه دغه مهمه برنامه کې د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي برحاله او فارغو محصلینو ګډون وکړ او د عملي بانکدارۍ پوهاوي لپاره یې دغه برنامه ډیره ګټوره او اړینه وبلله. 
د یادولو ده، چې د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي همېشنۍ هڅه د خپلو محصلینو د معیاري زده کړې لپاره دا ده، چې هغوی ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو ښې او ګټورې برنامې جوړې کړي