428710969_122129561810145771_3987928785636251049_n-803499329.jpg

د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي ۲۸مې دورې محصلینو ته (د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ د بهرنیو مرستو اغيزمنتيا) په اړه یو ورځنی سیمنار ورکړل شو

 

د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي له لورې د دې پوهنځي ٢٨مې سهارنۍ دورې محصلينو ته دغه یو ورځنی سیمینار د استاد احسان الله همکار له لورې وړاندې شو، چې د "د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ د بهرنیو مرستو اغېز" په اړه محصلينو ته هر اړخيز مالومات ورکړل شول او بحث وشو.

د سیمینار په پای کې د محصلينو لخوا د موضوع په اړه پوښتنو ته د محترم استاد احسان الله همکار له لوري ځوابونه هم واورول شول او یاد سيمينار د دعا په ويلو پای ته ورسيد.